Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
۱۶ حوت ۱۴۰۳

کندهار کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له بې‌وزلو او غریبانو سره د مرستي کولو ادارې له ۲۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دغه اداره چې د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سمه جوړه شوې، ګڼ شمېر کونډې، یتیمان، اړمنې او سوال کوونکي کورنۍ یې ثبت کړې، چې د یوې ځانګړي پروسې له لاري ورسره هره میاشت د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته کوي. د یادي مرستي په لړ کې پرون له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو، اوړو، غوړیو او وریجو مرسته وشوه. ددې ادارې مسوولین وایي، چې له یادو کورنیو سره به په راتلونکې کې هم مرستي دوام ولري.

مطالب

کندهار کې
۲۵۰ اړمنو کورنیو
خوراکي توکو
مرسته

دا خبر نورو سره شریک کړئ