د اوکراین دفاع وزارت ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې یې د جګړې پرمهال د روسیې
څه باندې ۴ لکه ۲۷زره سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي. د اوکراین دفاع وزیر
او لوی درستیز الکساندر سرسکي ویلي چې روسي ځواکونو ته دغه مرګه ژوبله د
۲۰۲۴کال د جنورۍ له پیل د ډسمبر تر ۳۰مې اوښتې ده. په ورته مهال الجزیرې
خبري شبکې د یوشمېر نورو وروستیو شمېرو له مخې، په دغه خپور کړي، راپور کې
ویلي چې د ۲۰۲۴کال پرمهال هره ورځ ۱۱۸۰ سرتېري وژل شوي دي. د روسیې ادعا له
مخې چې وايي، ۲۰۲۴ کال کې یې، د اوکراین څه باندې څلور زره کیلومټره خاوره
نیولې، وژل شویو سرتېرو ته په کتو یې، هر کیلومټر خاورې نیولو باندې ۱۰۳
سرتېري له لاسه ورکړي دي. د اوکراین دفاع وزارت همداراز ویلي چې د تېرکال
وروستیو کې د روسي ځواکونو تلفات د پام وړ لوړ شوي دي.