Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چین په کابل او بلخ کې درې سړې خونې جوړوي.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

چین په کابل او بلخ کې درې سړې خونې جوړوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال په کابل کې د چین سفارت له استازو سره په لیدنه کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د مېوو د درېیو سړو خونو پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني د چین سفارت له اقتصادي او سوداګریز سلاکار «ما چنګ وانګ» او اقتصادي سکرټر «شو چنګ‌ژي» سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د مېوو د درېیو سړو خونو جوړولو په اړه هوکړه وشوه.

سرچینه کاږي، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد په کچه د سړو خونو د زېربناوو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او له چینه یې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، چيني پلاوي څرګنده کړه چې هېواد یې د افغانستان د کرنې پراختیا ته پوره پاملرنه لري او د معیاري سړو خونو جوړولو لپاره چمتو دی، څو د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او د کرنیزو صادراتو بهیر پیاوړی شي.

د کرنې وزارت لیکلي، دغه پروژې به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا په موخه د کرنې وزارت او د چین هېواد ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ پلې شي.

مطالب

چین په کابل او بلخ کې
درې سړې خونې جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ