Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو ایچ او: د چین په ګډون ځينې هېوادونه هڅه کوي د مالي مرستو د کمښت یوه برخه جبران کړي.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

ډبلیو ایچ او: د چین په ګډون ځينې هېوادونه هڅه کوي د مالي مرستو د کمښت یوه برخه جبران کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ( ډبلیو ایچ او) ویلي، چې د چین، قطر او سویس په ګډون څو نور هېوادونه هڅه کوي، چې د امریکا د مالي مرستو د کمښت یوه برخه جبران کړي. 

ډبلیو ایچ او  وایي، دغو هېوادونو ورسره د ۱۷۰ مېلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې، د روغتیا د نړۍوال سازمان غړو هېوادونو هم دې ته چمتووالی ښودلی، چې د خپل غړیتوب حق زیات کړي ترڅو د امریکا د مرستو د کمښت له امله رامنځته شوی مالي کمښت جبران کړي.

مطالب

ډبلیو ایچ او
د چین په ګډون ځينې هېوادونه
هڅه کوي د مالي مرستو
د کمښت یوه برخه جبران کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ