Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونیسف: افغان ماشومان له خوارځواکۍ او وژونکې لوږې سره مخ دي.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

یونیسف: افغان ماشومان له خوارځواکۍ او وژونکې لوږې سره مخ دي.

یونیسف ویلي چې د افغان ماشومانو ترمنځ د بېوزلۍ او لوږې د پراخېدونکي وضعیت او خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ ماشومانو لپاره به یو نوی پروګرام پیل کړي. 

په افغانستان کې د «یونېسف»مشر تاج الدین اولویه ویلي، چې افغان ماشومان نه یوازې د مناسبې تغذیې څخه محروم دي؛ بلکې د ودې او پرمختګ لپاره له لومړنیو اړتیاوو هم محروم پاتې دي.

 نوموړي زیاته کړه «د ماشومانو خوارځواکي یو خاموش رنځ دی، افغان ماشومان هره ورځ له اتو اړینو خوړو څخه یوازې دوه ډوله خواړه لري.»

 هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې د کافي خوړو نشتوالي افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ او مړینې له ګواښ سره مخ کړي دي.

مطالب

یونیسف: افغان ماشومان
له خوارځواکۍ او وژونکې لوږې سره مخ دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ