Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حامد کرزي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا په برید خواشیني ښوولې.
۱ سرطان ۱۴۰۴

حامد کرزي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا په برید خواشیني ښوولې.



پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا متحده ایالتونو له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کرزي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا دې له ایران سره د دې ستونزې د حل لپاره ډيپلوماسي او سوله‌ییزه لاره غوره کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار کړی چې ټول هېوادونه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي باید د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو مسوولیتونو ته ژمن شي.

حامد کرزي ټینګار کړی چې د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند اختلافونه باید پرته له زور، له منطقي او د نړیوالو مسوولو بنسټونو له لارې تعقیب او حل شي.

پخواني ولسمشر له دې امله ایراني ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او د امریکا برید یې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف بللی او ویلي، دا به سیمه کې جګړه پراخه او د نړۍ امنیت وګواښي.

مطالب

حامد کرزي د ایران پر اټومي تاسیساتو
د امریکا په برید خواشیني ښوولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ