Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسيې او اوکراین د زر تنه جنګي اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې ده.
۲۷ ثور ۱۴۰۴

روسيې او اوکراین د زر تنه جنګي اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې ده.

په ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو نوی پړاو پای‌ته رسېدلی، چې پکې دواړو خواوو د زرو تنو جنګي اسیرانو د تبادلې پر سر هوکړه کړې ده. 

ترکي رسنیو د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمراوف له قوله راپور ورکړی، چې په دې خبرو کې د اوربند او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د احتمالي لیدنې موضوع هم یاده شوې ده. 

د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر مدینسکي ویلي، چې مسکو د خبرو له پایلو خوښ دی او د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه به دوام ومومي.

مطالب

روسيې او اوکراین د زر تنه جنګي
اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ