Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له راستنو شویو ۲۷۰زده‌کوونکو د سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
۹ ثور ۱۴۰۴

له راستنو شویو ۲۷۰زده‌کوونکو د سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه.



د پوهنې وزارت نن کابل کې له پاکستان او ایرانه تازه راستنو شویو ۲۷۰ زده‌کوونکو لپاره د سویې تثبیت ازموینه ترسره کړه.

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا وايي، دغه پروګرام د زده‌کوونکو لپاره د ښوونیزو فرصتونو برابرولو په موخه ترسره شوې.

هغه له زده‌کوونکو وغوښتل چې د دیني او عصري زده‌کړو په برخه کې هڅې وکړي.

د پوهنې وزارت مسوولان وايي، د دغې ازموینې د پایلو له ارزولو وروسته به، په شرایطو برابر زده‌کوونکي د دولتي ښوونځیو یوولسم او دولسمو ټولګیو ته معرفي شي.

ورته وخت کې یوشمېر دغه زده‌کوونکي له پوهنې وزارته غواړي چې لا زیاتې اسانتیاووې ورته برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت تېر کال هم له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۳زره بیرته راستنو شویو زده‌کوونکو لپاره ۷ ځلې ازموینه ترسره کړې او په شرایطو برابر زده‌کوونکي دولتي ښوونځیو کې جذب شوي دي.

مطالب

له راستنو شویو ۲۷۰زده‌کوونکو
د سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ