د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېرو لسو میاشتو کې ایران ته له
افغانستان څخه د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکې صادر شوي دي. د
دې وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، له ایران څخه افغانستان ته
واردات د دوه میلیارده او ۶۹۲ میلونه ډالرو په ارزښت شوي دي. له بلې خوا د
سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او
اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي. یاده خونه زیاتوي؛ ایران د افغانستان لوی
سوداګریز شریک دی، دوی دغه راز د ترانزیيي لویو لارو ستونزو د حل غوښتنه
کوي.