Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ سوات کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.
۶ سرطان ۱۴۰۴

پاکستان؛ سوات کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې د وروستیو ورښتونو او را وتلو سېلابونو له کبله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

 د خېبر پښتونخوا ایالت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر شافهد ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او د دوی ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي. 

هغه وایي، په دغه سېلابونو کې ۱۷ کسان ډوب شوي او د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

 ځايي چارواکو په دغو سېلابونو کې د لسګونه کسانو د اېسارېدو خبر ورکړی دی. د دوی په خبره ژغورونکو ډلو په چټکۍ سره خپل عملیات پیل کړي دي.

 د معلوماتو له مخې؛ د سوات په پنځه بېلابېلو سیمو کې ژغورونکې ډلې پر عملیاتو بوختې دي.

مطالب

پاکستان؛ سوات کې سېلابونو
خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ