Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ميدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

ميدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.


د ميدان‌وردګ ځايي مسوولان وايي، د نرخ ولسوالي «بادام» سيمه کې د کابل ـ کندهار پر لويه‌لار د ټرافیکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د میدان‌وردګ امنیې قومنداني یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ياده پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۲۱) مازدیګر مهال داسې حال کې رامنځته شوې چې کرولا ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

دغه پېښه کې یوې مېرمن او یوې ماشومې ژوند بایللی او د دوو ماشومانو په ګډون ۳ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ټپيان د عامو خلکو په همکاري روغتون ته لېږدول شوي.

مسوولان د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او ډېر سرعت د پېښې رامنځ ته کېدو لامل بولي.

د یادونې ده چې د اختر ورځو کې د هېواد په سطحه ټرافیکي پېښې ډېرې شوي چې ګڼ شمېر ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښت ده.

مطالب

ميدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښې
له امله ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ