Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د ۱۶ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
۱ ثور ۱۴۰۴

کندهار کې د ۱۶ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ کیلومتره په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.

 د ټولګټو چارو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول انجنیر شېرحسن خوشیوال ویلي چې یاد سړک د کښته میوند ولسوالۍ اړوند د سفوزو او شکور کارېز تر منځ جوړېږي او د جوړېدو چارې به یې د اوو میاشتو په موده کې په معیاري ډول بشپړې شي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړک به ۶ متره سور ولري او د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د ترانسپورټ او تګ راتګ په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.

مطالب

کندهار کې
د ۱۶ کیلومتره سړک
جوړولو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ