Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په لوګر کې له ۲۶۰۰ اړو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.
۴ دلو ۱۴۰۳

په لوګر کې له ۲۶۰۰ اړو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.

د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو پر دوام د لوګر ولایت په مرکز کې له ۲۶۱۴ اړمنو کورنیو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د کلیو د پراختیا او هوساینې لپاره د عمل موسسې په تخنیکي همکارۍ مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خیل وویل: په دې پړاو کې هرې مستحقې او اړمنې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۳۰ پاکټه پلمپي خواړه او  او دوه پاکټه سوپر سریال وویشل شول.
نایب خېل وویل یادې کورنۍ مخکې سروې شوي او ثبت شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې پر څه باندې درې زره مستحقو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

مطالب

د خوړو نړیوال سازمان
لوګر ولایت

دا خبر نورو سره شریک کړئ