Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه؛ په ۳ میاشتو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

فراه؛ په ۳ میاشتو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې.

د فراه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلا بېلې کرنیزې پروژې پلې شوې دي. 

د مسوولینو په خبره د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د فراه ولایت د مرکز په ګډون په فراهرود، پشترود او بالا بلوک ولسوالیو کې ګڼ شمېر کرنیزې پروژې چې په کې د کانالونو، سربندونو، استنادي دېوالونو، چکډېمونو او پلګوټو جوړول شامل دي پلې کړې دي. 

مسوولین زیاتوي د یو شمېر نورو کرنیزو پروژو چارې اوس هم روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مطالب

فراه؛ په ۳ میاشتو کې
د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو
په لګښت پروژې پلې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ