Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پروان کې د باغ درې بند د دویم پړاو جوړېدو چارې پيل شوې.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

پروان کې د باغ درې بند د دویم پړاو جوړېدو چارې پيل شوې.

د پروان د باغ درې بند د دویمې برخې د چارو تړون چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له یوه چینایي شرکت سره شوی و، پرون یې چارې پيل شوې او ټاکل شوې چې په درېیو پړاوونو کې به پای‌ته ورسیږي.  

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، دغه بند د څه باندې ۲۲۶ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او ټولیز لګښت یې ۵۶۲ میلیونه ډالر دی. منصور زیاته کړې، چې د دغې پروژې بشپړېدو سره به له ۲۲ زره او ۵۶۰ زیاتو کسانو ته د دایمي کار زمینه هم برابره شي. 

ورته مهال د تړون کوونکي شرکت مسوول ویلي، د برېښنا دغه بند د مس عینک پروژې په خاطر ځانګړی اهمیت لري او زیاته برخه برېښنا به په مس عینک کې ولګول شي. د هغه په خبره، د برښنا د دغه بند د جوړولو چارې به اوو کلونو کې بشپړې شي.

مطالب

پروان کې د باغ درې بند
د دویم پړاو جوړېدو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ