Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بنو پروني برید کې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

د بنو پروني برید کې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې تر ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. دغه پرید پرون ماښام مهال لومړی دوو بريدګرو د باروتو ډک جلا جلا موټر د دغه مرکز له دېوال سره چاودولي او وروسته پنځه نور وسله‌وال مرکز ته ننوتي د. د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د پوځ په ډزو پنځه واړه وسله‌وال وژل شوي او پوځيانو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. بلخوا د بنو پوليسو او روغتیایي چارواکو ويلي چې په یاد بريد کې ۱۲ عام کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي. خو ځینې نړۍوالو رسنیو د وژل شوو کسانو شمېر ۱۱ تنه ښودلی دی. د راپور له مخې په وژل شوو او ژوبلو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي چې دغه پوځي مرکز ته نږدې.

مطالب

د بنو پروني برید کې
شاوخوا ۴۰ کسانو
ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ