Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
۸ حمل ۱۴۰۴

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي.



د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې: «۵ میلیون نور ډالر هم ملګرو ملتونو ته ځانګړي کیږي، څو افغان ښځو او نجونو ته په بېلابېلو برخو کې د بېړنیو اړتیاو سره سم خدمتونه وړاندې کړي.

تر دې وړاندې یوشمېر نورو هېوادونو هم د افغان ښځو د ملاتړ لپاره میلیونونه ډالره مرسته کړې ده.

دا داسې مهال ده چې د ملګروملتونو اړوندو ادارو ویلي چې په روان زېږدیز کال کې نږدې ۲۴ میلیون افغانان چې ۱۲ میلیون او ۳۰۰ زره یې ماشومان دي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

مطالب

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو
د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ