Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټولګټو وزارت: لوګر-میدان‌وردګ سړک به په معیاري توګه جوړ شي.
۲ حمل ۱۴۰۴

ټولګټو وزارت: لوګر-میدان‌وردګ سړک به په معیاري توګه جوړ شي.

د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملامحمد عیسی ثاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د لوګر-میدان‌وردګ سړک د لومړیو چارو له پيل څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د لوګر سیمه‌ییز چارواکو او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه سړک به په معیاري توګه جوړ شي.

ثاني له اړوند قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د لوګر-میدان‌وردګ سړک په اساسي توګه جوړ کړي او د ټولګټو وزارت څار ډله به یې وخت په وخت د یاد سړک د جوړېدو چارې ارزیابي کړي.

بلخوا د لوګر والي مرستیال مولوي محمددانور دین پرور وویل، د لوګر اوسېدونکي هم له ټولګټو وزارت څخه غواړي چې دغه سړک په معیاري ډول جوړ شي.

نوموړي وویل، اوس د لوګر د ازرې او خروار ولسوالیو ته غځېدلې سړکونه په بد وضعیت کې دي او اړتیا ده چې د ټولګټو وزارت ورته پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چې د لوګر –میدان‌وردګ سړک ۳۱ کېلومټره اوږدوالی لري چې په دوه فازه کې د ټولګټو وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

مطالب

ټولګټو وزارت
لوګر-میدان‌وردګ
سړک به په معیاري
توګه جوړ شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ