پل علم کې د ۲۵۰ متره سړک هموارکاري او چغل اچونې چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي چې، د پوهنتون – مامورینو ښارګوټي عمومي سړک پر یوه برخه د هموارکارۍ او جغل اچونې چارې پیل شوې.
د پل علم ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل محمد نسیم روان د یکشنبې په ورځ زینت راډیو ته وویل، چې یاد سړک اوسمهال د ۲۵۰ متره پر اوږدوالي او لس متره سور (دکتاب له څلورلارې – تر بابوس ویالې) پورې به هموارکاري او جغل واچول شي.
ښاغلي روان زیاته کړه، د یاد سړک ټولې کار چارې د ښاروالۍ د امکاناتو او ماشینرۍ په مرسته ترسره کیږي.
د پل علم ښاروالۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې یې د پل علم ښار اړوند د پای خېلو په سېمه کې د یو فرعي سړک د جغل اچولو او هموار کاري چارې هم ترسره کړي دي.