Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملي دفاع وزارت سلګونه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړي.
۲۹ حوت ۱۴۰۳

ملي دفاع وزارت سلګونه پوځي وسایط او وسلې ترمیم کړي.



د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د یاد وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو کې پوځي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

یاد وزارت نن چهارشنبه، کب ۲۹مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پوځي وسایط د دغه قول‌اردو اړوند د حمایه لوژیستکي کنډک ورکشاپونو کې د مسلکي پرسونل له لوري بیارغول شوي.

په ترمیم شوی وسایطو کې ۲۰۱۰ بېلابېل پوځي موټر او ۲۲۷ مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.

د ملي دفاع وزارت لیکلي: «په تېر یوه کال کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د حمايه لوژستيکي کنډک اړوند ورکشاپونو کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل له لوري د قول اردو قرارګاه او جزوتامونو اړوند ۲۰۱۰ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط او ۲۲۷ ميله سپکې او درنې وسلې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي دي. د یادې برخې منسوبین ډاډ ورکوي چې په دغه  برخه کې به شپه او ورځ هلې ځلې ترسره کوي.»

دغه وزارت له دې وړاندې هم یوشمېر پوځي وسایطو سربېره، چورلکې ترمیم او فعالې کړې دي.

څه موده وړاندې د ملي دفاع وزارت د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي و چې کندهار کې یې، له کار لوېدلې چورلکه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې ده.

مطالب

ملي دفاع وزارت
سلګونه پوځي وسایط
او وسلې ترمیم کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ