Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار؛ د را ستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه بېړنۍ غونډه شوې.
۱۸ حمل ۱۴۰۴

ننګرهار؛ د را ستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه بېړنۍ غونډه شوې.

د ننګرهار ولایت مرستیال والي د ملګرو ملتونو ادارو، کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو او ولايتي سکتوري ادارو له استازو سره د را ستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه بېړنۍ غونډه کړې ده. 

په دې غونډه کې له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کورنيو د باعزته ستنېدنې، ملاتړ او بيا مېشته کېدنې پر څرنګوالي خبرې شوې دي. 

مولوي عزيزالله مصطفی د تورخم له وروستي سفر وروسته ویلي، د کډوالو د وضعیت په اړه یې راپور چمتو کړی دی. 

نوموړي زیاته کړې؛ افغان کډوال په پاکستان کې له جبري ایستلو، د مادي او معنوي حقونو له سرغړونې او بې نظمه راستنېدو سره مخ دي، چې له امله یې د تورخم د خدماتو پر ظرفیت منفي اغېز کړی دی. 

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان حکومت له لوري به دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره د ديپلوماتيکو لارو وڅارل شي.

مطالب

ننګرهار
د را ستنېدونکو کډوالو
د ملاتړ په موخه بېړنۍ غونډه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ