Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نتنیاهو پر حوثیانو د لازیاتو بریدونو خبرداری ورکړی.
۱۵ ثور ۱۴۰۴

نتنیاهو پر حوثیانو د لازیاتو بریدونو خبرداری ورکړی.



د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو له یمن څخه بن ګوریون هوايي ډګر ته نژدې د لګېدلي توغندي په غبرګون خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د حوثیانو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي.

د راپورونو پر اساس، نتانیاهو د کابینې له غونډې وړاندې ویلي، اسراییلي ځواکونه به د امریکا په همغږۍ یمن کې د حوثیانو پر وړاندې لا ډېر بریدونه ترسره کړي.

د اسراييل لومړي وزیر د غزې په تړاو هم وویل، یوازې نظامي فشار موثره دی او کولی شي د حماس له بشپړې ماتې وروسته د یرغمل شویو د خوشې کېدو لامل شي.

تر دې وړاندې د اسراييل دفاع وزير بني ګانتس له دولته غوښتي وو چې د حوثیانو وروستي توغندیز برید په غبرګون کې په مستقیم ډول ایران په نښه کړي.

د یادونې ده چې حوثیانو تېره ورځ پر اسرائیل توغندیز بريد وکړ چې د مالي زیان ترڅنګ یې ځينې کسان ټپیان کړي هم دي.

مطالب

نتنیاهو پر حوثیانو
د لازیاتو بریدونو
خبرداری ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ