Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی.

اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. 

 د راپور له مخې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي. 

په پاکستان کې یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

مطالب

ټریبیون
د پاکستان اقتصاد
یو ځل بیا له سوداګریز
کسر سره مخ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ