Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند او اسټرالیا نن د چمپینزټرافي نیمه پای‌لوبه کوي.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

هند او اسټرالیا نن د چمپینزټرافي نیمه پای‌لوبه کوي.

د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب د چمپینزټرافي یا اتلانو جام نیمه پای‌لوبه کې د هند او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نن سه‌شنبه، مارچ څلورمه په نیمه پای‌لوبه کې لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

هند له اې ګروپ څخه د لومړۍ لوبډلې په توګه نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړې او دغه ګروپ کې یې، ټولې سیالي ګټلې دي.

اسټرالیا بیا د اتلانو جام په بي ګروپ کې یوازې یوه لوبه ګټلې او دوه سیالي یې، د باران له امله لغوه شوې دي. اسټرالیا د ګروپ دویمې لوبډلې په توګه په څلور امتیازونو نیمه پای‌لوبې ته ووتله.

د هند او اسټرالیا ترمنځ له دې وړاندې په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې درې ځلې هند او دوه ځلې اسټرالیا بریاوې خپلې کړې دي.

هند او اسټرالیا د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبې ته هم وتلې وې چې استرالیا لوبډلې پکې بریا خپله کړې وه.

مطالب

هند او اسټرالیا
چمپینزټرافي

دا خبر نورو سره شریک کړئ