Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اوبو او انرژۍ وزارت: په نورستان کې به درې کلي له برېښنا برخمن شي.
۲۹ جدی ۱۴۰۳

د اوبو او انرژۍ وزارت: په نورستان کې به درې کلي له برېښنا برخمن شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په نورستان کې د درېيو کليو له برېښنا څخه د برخمنېدو خبر ورکړی دی.
د دې وزارت د معالوماتو له مخې، په دې کې د مرکز پارون اړوند ماني، پشکي او مدينه کلي شامل دي.
ياد وزارت دغه راز ويلي، چې د يادې برېښنا د لېږد په موخه د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت ۶۰ قلمه برېښنايي وسايل پېرل شوي او نور ۵۸ قلمه وسايل سيمې ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د برېښنا رسولو پروژې پراخې کړي.

مطالب

د اوبو او انرژۍ وزارت
نورستان

دا خبر نورو سره شریک کړئ