Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د چین ولسمشر افغانستان سره د سیمییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
۲۸ جوزا ۱۴۰۴

د چین ولسمشر افغانستان سره د سیمییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ویلي، له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره باید سیمه‌ییزه همغږي لا پیاوړې شي. هغه دا څرګندونې د «چین – منځنۍ اسیا» د دویمې سرمشریزې په ترڅ کې کړې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې جوړه شوې وه. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر وینا خپره کړې، چې پکې راغلي: “افغانستان زموږ نږدې ګاونډی هېواد دی. موږ باید د سولې، ثبات، بیارغونې او پراختیايي ظرفیتونو د لوړولو لپاره خپلې هڅې همغږې کړو.”

مطالب

د چین ولسمشر افغانستان سره
د سیمییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ