Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا د یونسکو له سازمانه ووتله.
۱ اسد ۱۴۰۴

امریکا د یونسکو له سازمانه ووتله.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) څخه وتلې چې لامل یې د دغه سازمان له خوا د اسرائیل پر وړاندې تبعیضي چلند بلل شوی دی. 

په راپور کې ویل شوي، چې یاد هیواد دا پرېکړه پرون د جولای پر ۲۲مه کړې ده. ورته مهال، یونسکو بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دې پرېکړې خواشینې ښودلې ده. 

یونسکو زیاته کړې چې دغه سازمان دا اټکل کړی و او تیاری یې ورته درلود. د نوموړی سازمان د مالوماتو له مخې، د امریکا ونډه د دې سازمان په بودیجه کې ۸ سلنه وه. د یادونې وړ ده، چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې هم له دغه سازمانه وتلی و.

مطالب

امریکا د یونسکو
له سازمانه ووتله

دا خبر نورو سره شریک کړئ