د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) خبر ورکړی، چې د دوی استازو په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو روغتیايي وضعیت ارزولی او ژمنه یې کړې، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا به دوام وکړي.
یاد سازمان وایي، په دې خدمتونو کې به ښځو او ماشوماتو ته ځکه لومړیتوب ورکړل شي، چې تر ټولو ډېر زیانمنېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان په
یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دغه سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سالوادور او د روغتیا د بېړني حالتونو د څانګې مشر ډاکټر جمشید
تنولي په ګډه د تورخم سرحدي سیمې ته ځانګړې کتنه کړې، څو د کډوالو په کمپ او د تګ راتګ په مهمو ځایونو کې د روغتیايي وضعیت ارزونه وکړي.