Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیې؛ خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان ته له سفره ډډه وکړي.
۶ ثور ۱۴۰۴

روسیې؛ خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان ته له سفره ډډه وکړي.

د هند او او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتيا وروسته په اسلام اباد کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. 

د روسیې سفارت خپلو وګړو ته ویلي، چې وضعت عادي شوی نه وي، تر هغه دې دغه هېواد ته تګ راتګ نه کوي. یاد سفارت د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترينګلتیا او د یو شمېر چارواکو له جګړیزو څرګندونو وروسته دغه اقدام کوي. 

په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ورانې شوې. ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبردارۍ ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.

مطالب

روسیې
خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې
چې پاکستان ته له سفره ډډه وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ