Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې د پلاستیک د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ.
۵ جوزا ۱۴۰۴

غزني کې د پلاستیک د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ.



غزني کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره یوې تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ.

دغه فابریکه کې چې تېره ورځ (یکشنبه، جوزا څلورمه) يې فعاليت پیل کړی، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

د صابر غني‌زاده په نوم د دغې تولیدي فابریکې مسوول سمیع‌‌الله غني‌زادهرسنیو ته وویل، ٢٤ ساعتونو کې د ٣ ټنه پلاستيکي کڅوړو او ښیښه‌ای پلاستیک د تولید ظرفیت لري.

ورته وخت کې د دغې تولیدي فابریکې یوشمېر کارکونکي خوشاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او له نورو سوداګرو او پانګوالو هم هېواد دننه کې د ورته پانګونې غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې دې وروستي یوه کال کې غزني ولایت کې پانګونې ته د سوداګرو د لېوالتیا کچه لوړه شوې او بېلابېلو برخو کې څو تولیدي شرکتونو فعالیت پیل کړی دی.

مطالب

غزني کې د پلاستیک د تولید
یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ