Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د م.م امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

د م.م امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي.

ټاکل شوې سبا د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور وړاندې شي. په دې راپور کې راغلي چې داعش یا ا سلامي دولت ډله د افغانستان دننه او ورهاخوا سیمو کې لوی ترهګریز ګواښ دی. سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې دوی د یادو ډلو ګواښ تر ډېره له منځه وړی دی. د راپورونو له مخې افغانستان کې ګڼ بریدونه د دې ډلو لخوا ترسره شوي چې پکې ځینې جګپوړي چارواکي هم په نښه شوي دی.

مطالب

د م.م امنیت
شورا
د افغانستان
په اړه ځانګړې غونډه
غونډه جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ