Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران؛ هره ورځ ۱۸۰۰ افغان کډوال د دوغارون له لارې هیواد ته راستنوي.
۹ ثور ۱۴۰۴

ایران؛ هره ورځ ۱۸۰۰ افغان کډوال د دوغارون له لارې هیواد ته راستنوي.

ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هیواد هره ورځ په اوسط ډول ۱۸۰۰ تنه «ناقانونه افغانان» د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستنوي. 

سرچینې ویلي، چې له دې لارې د ایران په ۱۱ ولايتونو کې ناقانونه پېژندل شوي افغانان اخراجیږي او پر اسلام کلا افغانستان ته اړول کېږي. 

د ایران د تايباد ولسوال حسين جمشيدي د دوشنبې په ورځ د دوغارون له لارې د افغانانو د ستنېدو بهير د ليدنې پر مهال ايرنا خبري اژانس ته وويل چې دغه شمېر افغان وګړي يا خپله ځانونه معرفي کوي، يا په ټول هېواد کې پېژندل شوي او يا د يو ګډ پلان په چوکاټ کې بېرته خپل وطن ته استول کېږي. 

د ایران د تايباد ولسوال وويل چې دوغارون پوله د افغانانو د ستنولو اصلي دروازه ده او د هغوی د اسانه وتلو لپاره ټولې اړينې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

مطالب

ایران؛ هره ورځ
۱۸۰۰ افغان کډوال
د دوغارون له لارې
هیواد ته راستنوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ