د خوړو او کرنې سازمان: په افغانستان کې مو تر ۲۰۰۰ ډېرې شنې خونې جوړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې له ۲۰۲۴ میلادي کال راهیسې یې په افغانستان کې تر ۲۰۰۰ ډېرې ساده او له اقلیم سره برابرې شنې خونې جوړې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ملاتړکوونکو سازمانونو او ځایي خلکو په همکارۍ یې له ۲۰۲۴ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۰۰۰ ډېرې ساده او له اقلیم سره سمې وړې شنې خونې جوړې کړې دي.
یاد سازمان لیکلي، په دې شنو خونو کې ګټه اخیستونکې کورنۍ کولای شي تازه سبزیجات وکري، خپل د خوړو رژیم ښه کړي او د اضافي تولیداتو د پلور له لارې یې عاید ترلاسه کړي.