Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې ۵۰۳کيلو ګرامه خام چرس نيول شوي.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

پکتيا کې ۵۰۳کيلو ګرامه خام چرس نيول شوي.



د پکتيا د امنیې قومنداني یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د نشه‌يي توکو يوه کارخونه کشف او ۵۰۳کيلو ګرامه خام چرس ترلاسه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ياده اندازه چرس د نشه‌يي توکو پر ضد د مديريت پولیـسو لخوا تېره ورځ د احمداباء ولسـوالي په «زرګل» سیمه کې په يوه کارخونه کې کشف شوي دي.

ياده کارخونه کې ۶۱۹کيلو ګرامه د بنګو دانې، يو پيکپ موټر، د چرسو پروسس يو ميز او ځینې نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

د دغو نشه‌يي توکو په تور ۳ کسان نيول شوي چې تر لومړنيو څيړنو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم په څمکنيو او اريوب ځاځيو ولسواليو کې دوه کسان يوه اندازه نشه‌يي توکو سره لاس په لاس نيول شوي وو.

مطالب

پکتيا کې ۵۰۳کيلو ګرامه
خام چرس نيول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ