Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر؛ په درې ولسوالۍ کې د کلیوالي سړک جوړولو چارې پیل شوې.
۲ سرطان ۱۴۰۴

پنجشېر؛ په درې ولسوالۍ کې د کلیوالي سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د پنجشېر ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په درې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کلیوالي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په خبره، دغه سړک ۲ کیلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، چې چارې یې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. 

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ورته سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

مطالب

پنجشېر؛ په درې ولسوالۍ کې
د کلیوالي سړک جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ