Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اقتصاد وزارت: له بشرپالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي.
۲۳ حوت ۱۴۰۳

اقتصاد وزارت: له بشرپالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي.

اقتصاد وزارت ویلي، چې د امریکا د پراختیايي ادارې ۸۳ سلنې بودجې لغوه کول به اړمنو ته پر مرستو رسولو منفي اغېز وکړي. د دغه وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب ټینګار کړی، چې له بشر پالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي. دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د بېلابېلو بنسټونو له لوري د افغانستان د بشري ناورین، بې وزلۍ او اقلیمي بدلونونو په تړاو اندېښنې څرګندېږي. د امریکا د نړۍوالې پراختیا اداره له ۶۳ کلونو راهیسې له نورو هیوادونو سره بشري او پرمختیایي مرستې کوي او په ډیری نړیوالو پروژو کې یې رغنده رول لوبولی دی.

مطالب

اقتصاد وزارت
له بشرپالو پروګرامونو
باید سیاسي ګټه
وانخیستل شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ