Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د نورستان په کامدېش کې د یوه روغتیايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

د نورستان په کامدېش کې د یوه روغتیايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې.

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه روغتيايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د کامدېش ولسوالۍ مسوولین وايي، دغه مرکز به د لابراتوار خونه، نوکریوالۍ خونه، پخلنځی، احاطوي دېوال او نورې اړیني برخې ولري. مسوولین وايي، یاد روغتیايي مرکز به د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو ته د روغتیایي خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

مطالب

د نورستان په کامدېش
د یوه روغتیايي مرکز
جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ