ننګرهار کې د تېرکال په پرتله سږکال د څارويو بیې ټیټې شوي.
په ورته مهال بیا يو د څارويو یوشمېر پلورونکي وايي چې د څارویو قیمتونو کې کموالی راغلی او پیر او پلور بازارونه یې ښه دي. د څارویو پلورونکي شمشاد وویل: «بازارونه خو اوس ښه دي، مخکې نه اوس ښه دي.اوس ډېره ګذاره کوي بازارونه. مونږ خپله هم مالونه راوستي دي، مونږ ته پته لګيږي لکه مخکې به چې غويه په يو لک کېده اوس په نوي زره کيږي پنځه نوي زره کيږي. رېټونه ښه شوي دي ګذاره کوي.»
په همدې حال کې منډیي ته راغلي پیریدونکي بیا وایي که څه هم د څارویو قیتونه مناست دي خو د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو بیا هم د څارویو قیمتونه لوړ دي.
د قربانۍ لپاره د څاروی پریدونکي خلیلاحمد وویل: «راغلي يو منډوي ته د اختر لپاره قرباني لپاره مو مال کته او پنځه ورځې اختر ته پاتې دي مونږ وایو چې چيشی واخلو کنه، چیشی غويه واخلو. دلته ګرځو چې غويه مو خوښ شي انشالله وابه يې خلو.»
سلام معروفخېل هم وویل: «زه سلام معروف خېل يم، د حصارک اوسېدونکی يم، او دلته راغلي يو د قربانۍ لپاره مال اخلو يو غويه پيدا کړو چې لږ مناسب قیمت ولري او له وسې مو وي.»
په همدې حال کې بیا د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، د ويترنرو ډاکترانو له لوري، يې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو کې د کانګو او نورو نارغیو د مخنيوي په موخه د دوا شیندلو کمپاينونه پيل کړي دي او د اختر تر ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست رییس مولوي محمدولي محسن رسنیو ته وویل «د ننګرهار ولایت د مرکز په شمول په دولسو ولسوالیو کې د دوا پاشي کمپاین پيل شوی دی. دغه کمپاین کې د کرنې رياست اتلس نفره د ويترنري ډاکتران د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون دولس ولسوالیو کې د مال منډوي په شمول ټولو حيواناتو ته ويلي او دوا پاشي کوي او يو هفته کيږي چې دغه کمپاین پيل شوی دی او د لوی اختر تر ورځې به دوام کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر په رارسېدو نه يوازې د څارویو بازارونه، بلکې د خوراکی توکو بازارونه هم په ګرمېدو دي.