Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونس‌خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزنکي په توګه ټاکل شوی.
۱۹ جدی ۱۴۰۳

یونس‌خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزنکي په توګه ټاکل شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پخوانی لوبغاړی یونس‌خان د کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.
کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، د مرغومي ۱۹مه پرخپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې یونس‌خان یې، د راتلونکي چمپینزټرافي سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي پر دنده ګومارلی دی.
د ۲۰۲۵کال چمپینزټرافي لوبې په پاکستان کې کېږي او اته لوبډلې د یوه بل پروړاندې سیالي کوي.
د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان په کوربه‌توب پیلیږي چې د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام ومومي او افغان لوبډله به د لومړي پړاو لوبې د فبروري میاشتې په ۲۱مه، ۲۶مه او ۲۸مه نېټه وکړي.
اووه څلوېښت کلن یونس‌خان د پاکستان لوبډلې مډل ارډر توپوهونکی او لوبډلمشر و چې ۱۱۸ ټېسټ لوبو کې یې ۱۰۰۹۹ منډې، په ۲۶۵ یو ورځنیو سیالیو کې ۷۲۴۹ او ۲۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۴۲ منډې جوړې کړې دي. همدا راز خان ۲۲۹ فرسټ کلاس، ۳۵۱ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې دي.
ویل کیږي یونس‌خان په یو ورځنیو لوبو کې ځانګړی نوم لري چې په یاده بڼه کې یې د ۷۲۴۹ منډو ترڅنګ ۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. دغه ډول نوموړی په ټېسټ لوبو کې ۳۴ سلیزې او ۳۳ نیمه سلیزې لري.
یونس خان تر دې وړاندې په ابوظبۍ کې د افغان ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې هم د توپوهنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړی د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره د توپوهنې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی. د خان په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د ۲۰۰۹م کال شل اوریز نړیوال جام ګټلی او همدا‌راز د نوموړي په شتون کې یاد هېواد د ۲۰۱۲ کال د اسیا جام لوبو اتلولي هم خپله کړې.

مطالب

د افغانستان کرېکټ بورډ
یونس‌خان

دا خبر نورو سره شریک کړئ