Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هندي او پاکستاني سرتېرو پر یوه بل د سپکو وسلو ډزې کړي.
۸ ثور ۱۴۰۴

هندي او پاکستاني سرتېرو پر یوه بل د سپکو وسلو ډزې کړي.

هندي چارواکي وايي چې د څلورمې ورځې لپاره یې، پوله کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو ځواب ورکړی دی.

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو له مرګوني برید وروسته د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره پوله کې د دواړو هېوادونو سرتېري وخت ناوخت پر یوه بل د سپکو وسلو ډزې کوي.

هند د کشمیر په پهلګام کې د شوي برید په تړاو درې کسان تورن کړي چې د دوی په ټکو دوه یې، پاکستانیان دي.

اسلام‌اباد بیا په دې برید کې هر ډول لاس‌ لرل رد کړي او د پېښې په تړاو یې، د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د هند پوځ وايي چې پاکستان سره په پوله کې یې، د یاد هېواد د سرحدي ځواکونو بې‌دلیله ډزو ته ځواب ورکړی، خو په دې اړه یې، نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د پاکستان پوځ بیا تراوسه په دې اړه څرګندونې نه‌دي کړي.

د هند پوځ په پهلګام کې له مرګوني برید وروسته، سیمه او د یاد هېواد په بېلابېلو برخو کې پراځ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې شوی برید به بې‌ځوابه نه‌پرېږدي. چین او یوشمېر نورو هېوادونو له هند او پاکستان غوښتنه کړې چې له ترینګلتیا لاس واخلي او رامنځته شوې ستونزه له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي.

مطالب

هندي او پاکستاني
سرتېرو پر یوه بل
د سپکو وسلو ډزې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ