د عمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې اونۍ دوام وکړي او د ثور په ۱۳مه به د لوړې کچې یوه غونډه هم جوړه شي.
د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو پرون د عمان په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسېد.
له دې غونډې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو فضا د پخوا پرتله “ډیره جدي” وبلله او ویې ویل ممکن د اټومي انرژۍ متخصصین به هم د راتلونکې غونډې په خبرو اترو کې شامل شي. بلخوا د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي هم دا خبرې مثبتې بللي دي.