د لوګر په خروار کې سلګونه اړمنو کورنیو ته مرستې وېشل شوي.
د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په خروار ولسوالۍ کې یې نږدې یو نیم زر اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ووېشلې.
د یاد ریاست وياند صبغت الله نائب خېل ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د دغه ریاست په همکارۍ توانیدلي چې د خروار ولسوالۍ په ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشي.
نائب خېل زیاته کړې، په مرسته شویو خوراکي توکو کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، یوه بوشکه ۱۰ لېټره غوړي، ۱۲ کیلو دال، ۴کیلو سوپرسریال، يو پاکټ مالګه او ۶۰ پاکټه پلمپي شامل دي.
د ځایي مسوولینو په وینا تردې وړاندې؛ ورته د خوراکي توکو مرستې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند پر ۱۳۷۳اړمنو کورنیو وېشل شوي دي.