Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر: شتمن هېوادوال دې د کډوالولاسنیوی وکړي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر: شتمن هېوادوال دې د کډوالولاسنیوی وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د دې وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتلي.

 په دې کتنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او د راستنېدونکو کډوالو لړۍ ته په چمتووالي خبرې شوي.

 په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په ټولو ولایتونو او بندرونو کې د کډوالو لپاره اړین چمتوالی نیول شوی او له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه یې غوښتي چې له راستنېدونکیو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

مطالب

مولوي عبدالکبیر
شتمن هېوادوال دې
د کډوالولاسنیوی وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ