Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې سره کتلي.
۱۸ سرطان ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې سره کتلي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره کتلي دي. 

سرچینې ویلي، چې د کډوالو نړیوال سازمان مشرې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په تړاو مالومات شریک کړي او ویلي یې دي، چې د مالي سرچینو د کمښت سربېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

 نوموړې زیاته کړې، چې د کډوالو نړیوال سازمان تر رهبرۍ لاندې ادارې او موسسې په هرات او نیمرزو ولایتونو کې کار کوي او که اړتیا شي، نورو سیمو ته به هم خپل فعالیتونه وغځوي.

 مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان مشرې او کارکوونکو ته ښه راغلاست ویلی او له کډوالو سره یې د یاد سازمان له مرستو مننه کړې ده. 

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت له خپلو امکاناتو راستنېدونکو افغانانو ته خدمات پیل کړي او د هرات سربېره نیمروز ته هم روغتیایي او نور خدمات رسیدلي دي.

مطالب

مولوي عبدالکبیر
د کډوالو نړیوال سازمان
له مشرې سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ