Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د ملکیانو پر خیمو د اسراییل بریدونه؛ ۷۰ کسان وژل شوي.
۳۰ حمل ۱۴۰۴

غزه کې د ملکیانو پر خیمو د اسراییل بریدونه؛ ۷۰ کسان وژل شوي.



د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو د جمعې له سهار راهیسې د غزې شمال او سویلي سیمو کې د بېځایه شویو پر کمپونو او خیمو پراخ بریدونه کړي چې درنه مرګژوبله یې اړولې.

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې د اسراییلو دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او تلفات لا هم مخ په زیاتېدو دي.

راپورونو کې ویل شوي چې د غزې خلک د اسراییلو د بې رحمانه بمباریو په دلیل له رواني پلوه مات شوي او د مرستو رسولو په پروسې د بندیز له امله، د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکوي چې غزه اوس خوراکي توکو ته اړتیا لري ځکه چې سلګونه زره خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له ۱۸ میاشتو راهیسې پر غزې د اسرائیل بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ زره ۶۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶ زره ۵۰۵ نور ټپیان شوي دي.

مطالب

غزه کې د ملکیانو پر خیمو
د اسراییل بریدونه
۷۰ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ