Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټریبیون: پاکستاني پولیس د شتمنو افغان کډوالو پر شړلو سترګې پټوي.
۳۱ حمل ۱۴۰۴

ټریبیون: پاکستاني پولیس د شتمنو افغان کډوالو پر شړلو سترګې پټوي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هیواد پولیسو په ځانګړي ډول په سند ایالت او کراچۍ ښار کې د کم عاید لرونکي او بې وزله افغانان نیولي او شړلي دي. 

د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې د “شتمن او با نفوذه” افغان کډوالو په نیولو او شړلو سترګې پټې کړې دي. 

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په سند ایالت او کراچۍ ښار کې، د اپریل له پیل راهیسې پولیس هره ورځ ځواکونه هره ورځ لږ تر لږه ۳۰۰ افغان کډوال نیسي او بیرته یې خپل هیواد ته شړي.

مطالب

ټریبیون: پاکستاني پولیس
د شتمنو افغان کډوالو
پر شړلو سترګې پټوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ