Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سوک‌وهنې نړیوال اتل «جورج فورمن» ومړ.
۲ حمل ۱۴۰۴

د سوک‌وهنې نړیوال اتل «جورج فورمن» ومړ.

 د سوک‌وهنې د درانه وزن پخوانی نړیوال اتل «جورج فورمن» د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.

د نوموړي کورنۍ پر انسټاګرام لیکلي چې فورمن بېګاه شپه مړ شوی دی. جورج فورمن د ژوند تر پایه د سوه سوداګر او کشش په توګه ژوند وکړ.

فورمن د امریکا د تګزاس په مارشال کې په ۱۹۴۹ کال کې زېږېدلی او وروسته یې، کورنۍ هاسټن ته کډه شوې وه.

په ۱۹ کلنۍ کې جورج فورمن په خپله ۲۵مه اماتور لوبه کې په ۱۹۶۸کال د مکسیکو ښار په اولمپیک کې د سوک‌وهنې د درانه وزن د سرو زرو مډال وګاټه.

له دې بریا وروسته نوموړی د سوک‌وهنې مسلکي لوبغاړی شو او په ۱۹۷۳ کې یې، د پخواني اتل جو فریزیر پر وړاندې د سوک‌وهنې د درانه وزن اتلولي خپله کړه.

جورمن فورمن یو کال وروسته بیا دغه اتلولي محمدعلي کلې ته وبایلله.

مطالب

د سوک‌وهنې
نړیوال اتل
«جورج فورمن» ومړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ