د پکتيکا په يحییخېلو ولسوالۍ کې د ۲۲۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کچالو ساتلو د ۲۰ سړو خونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيکا ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویلي، چې دغه سړې خونې د یوې همکارې موسسې په همکارۍ جوړېږي، چې چارې به يې د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي.