میدانوردګ کې بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.
د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.
د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د یاد کمپ د جوړېدو او اسانتیاوو برابرولو په موخه لیدلي دي.
د میدانوردګ له مقام څخهرسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت په مرکز میدانښار کې به د راستنېدونکو لپاره به د هستوګنې لنډمهاله کمپ جوړ شي.
خبرپاڼه زیاتوي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست هم د میدانوردګ والي ته ډاډ ورکړی چې د یاد کمپ جوړېدو او ملاتړ برخه کې به خپلې هڅې ونهسپموي.
میدانوردګ کې په داسې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول د راستنېدونکو د لنډمهالی هستوګنې لپاره کمپ جوړېږي چې دغه ولایت ته راستانه شوي کډوال له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه د بېلو بېلو مرستو غوښتنه کوي.