Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې دوه رغنیزې پروژې پرانېستل شوې
۱۲ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې دوه رغنیزې پروژې پرانېستل شوې

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت د برکي‌برک ولسوالي د تګاب او چهلتن په ښوونځیو کې د ۲،۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وویل، دا پروژې د پوهنې وزارت، ولایت مقام او پوهنې ریاست په هلو ځلو د پوهنې د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ ښوونکو او زده‌کوونکو ته د پاکو اوبو او د حفظ الصحې اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پلې شوې دي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په بشپړو شوېو پروژو کې نوموړو ښوونځیو ته د اوبو ژورې څاه‌ګانې، د لمریزې برښنا سېسټم، د اوبو شبکې او ذخیرې، د لاس‌منځلو ځانګړي ځایونه، عصري تشنابونه او د سپټیک څاوې شامل دي چې په بشپړېدو سره یې، نږدې ۲زره زده کوونکو ته د زده‌کړو لازم چاپېریال، پاکې اوبه او د حفظ‌الصحې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ښوونې ترڅنګ په نورو برخو کې هم ورته پروژې پلې شوي چې خلکو ته یې، ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.

مطالب

پوهنه
لوګر
بیارغونه

دا خبر نورو سره شریک کړئ